ولادیمير پوتين پرون چهارشنبه په مسکو خبريالانو ته د وينا پر مهال خبردارى ورکړ:
“موږ د دغه تړون د ماتولو پرخلاف يو، که دغه تړون ماتېږي موږ به له شرايطو سره سم عکس العمل څرګندوو.”
د روسيې ولسمشر وويل، که د امريکا متحد ايالتونه ځان په هغو وسلو سمبال کړي چي په دغه تړون کي منع اعلان سوي، مسکو به يې په وړاندي رسمي شکايت وکړي.
ښاغلي پوتين وويل:
“زموږ ځواب به ډېر ساده وي، که امريکا داسي اقدام وکړي، موږ به هم ورته اقدام کوو.”
پوتين داسي اشاره ورکړه چي روسيه به هم هغه وسلي جوړي کړي چي په تړون کې منع اعلان شوي دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکتوبر مياشت کې اعلان کړى و چي واشنګټن به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه ووځي.
هغه وويل چې روسيه له دغه تړونه سرغړونه کوي، خو روسيې دا ادعا رد کړې ده.
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون وويل:
“د امريکا د دغه دريځ د رښتيا ثابتیدو لپاره له دوى سره شواهد نهدي شريک سوي دي.”
په ١٩٨٦میلادي کال کي دغه تړون د پخواني شوروي اتحاد د رهبر ميخايل ګورباچوف او د امريکا د ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسليک سوى و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون