د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزير وايي، هڅي رواني دي، داخلي بې‌ځايه سویو او راستنیدونکو افغانانو د سرپناه امکانات برابر سي

سيد حسين عالمي بلخي پرون رسنیو ته ويلي، د ځينو ادارو په مرسته راستنو سویو او بې‌ځايه سوېو ته مسلکونه هم ورښوول کیږي.

 

ښاغلى بلخي وايي، حکومت دغو راستنو سویو او بې‌ځايه سوېو ته د ٣٠٥ نمبر فرمان پر اساس دغه امکانات برابروي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چي سږ کال تر ۷ لکه زیات افغانان، په ځانګړي ډول له ایرانه بیرته خپل هېواد ته ستانه سوي دي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کي ٦٧٢٠ کسان بې ځايه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...