تردې مخکې د افغانستان پوځي چارواکو په غزني کي د پاکستاني اتباعو په ګډون د لسګونو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاوېد وويل:
“دغه بريدونه ډېر موثر تمام سوي دي. له يوې خوا زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو مخنيوى سوى، له بلي خوا د دوى د روزني مرکزونه او ډيپوګاني هم په نښه سوي چي د امن په راوستلو کي مهم رول لري.”
ښاغلي غفور وويل چي وړمه شپه د غزني په ګيلان او ناوې ولسواليو کي د کومانډو ځواکونو په ځانګړو پوځي عملياتو کي٦٠ وسلهوال وژل سوي دي.
د ده په خبره په وژل سویو کي ٤٠ تنه د پاکستان اتباع دي.
دفاع وزارت وايي، د غزني په جاغورۍ ولسوالۍ کي ٢٥ وسلهوال او په خوګياڼو ولسوالۍ کي ١٢ وسلهوال په هوايي حملو کي وژل سوي دي.
د دولت کومي مخالفي ډلي د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه تبصره نهده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون