د ناټو يوه چارواکي د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلي پر زياتیدو اندیښنه وښوده

د ناټو لوى ملکي استازي کارنليوس زيمرمن «Cornelius Zimmermann» په بروکسل کي د  له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل:

“موږ ټول د مرګ ژوبلي د شمیر زياتیدو له کبله خواشيني او اندېښمن يو.

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت پوځي مشر جنرال سکاټ میلر هم دا موضوع مطرح کړې ده.

موږ په پام کي لرو، خپل د روزني او سلا مشورې همکاري نوره هم اغیزناکه کړو.”

د افغانستان دفاع وزارت تیره مياشت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي د مخنيوي لپاره د يوې ستراتيژۍ د جوړولو خبر ورکړ.

تردې مخکي ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وه چي په تیرو څلورو کلونو کي ۲۸ زره پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل سوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړى چي يوازې د نوومبر له نهمي تر پنځلسمي لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...