ولسي جرګه وایي، بې ځایه سویو او اړمنو خلکو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په برخه کي باید یوه ځانګړې پالیسي جوړه سي

ولسي جرګه د حکومت او مرستندویه بنسټونو له خوا په بې ځایه سویو او اړمنو خلکو د مرستو وېشلو بهیر غیرشفاف بولي او په دې برخه کي یې د یو ځانګړي میکانیزم پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د یادې جرګي ریٔس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځي غونډي ته چي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر یې جواب ویلو ته بللی و، وویل، د مرستو رسولو په برخه کېي د شفافیت نشتوالي له امله ډېری وخت د مستحقو خلکو حق تر پښو لاندي کیږي.

هغه وویل دا د حکومت دنده او مسٔولیت دی چي د هېواد په ټولو ولایتونو کي په وخت سره خلکو ته مرستي ورسوي، څو خلک له ستونزو سره لاس او ګریوان نه سي. دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د طبیعي يېښو پر وړاندي د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخي اوس مهال په ټول هیواد کي شاوخوا ۲،۲میلیونه وګړي، بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...