د د ټاکنو شکایتونو کمیسیون د کابل د ولسي جرګې ټولي رایي باطلي اعلان کړې

د دې کمېسیون غړیو دغه اعلان نن په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وکړ او ویې ویل چي د دغو انتخاباتو په اړه د ور رسیدلو په سلګونو شکایتونو پر اساس یې دغه پریکړه کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چي تر اوسه یې د شاوخوا شلو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجي اعلان کړي وې او د کابل یې هم په دوه درې ورځو کي اعلانولي، تر اوسه د شکایتونو د کمېسیون د دغې پریکړې په وړاندې عکس العمل نه‌دی ښکاره کړی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي:

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د پریکړي له مخي په کابل کي باید د ولسي جرګې لپاره له سره انتخابات وسي.

تر دې مخکې په غزني ولایت کي هم دغه انتخابات نه‌دي سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...