د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين وايي، د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکوونکو په واسطه د مور او کوچني په مړينه کي کموالی راغلی دی

راپور: محمد یار مجروح

د ليندي ۱۴ په هيواد کي د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکونکو ملي ورځ لماځل کيږي، چي د کندهار په عامي روغتيا رياست کي هم په دې مناسب د رضاکارانو ستاينغوڼده جوړه سوې وه.

د کندهار د عامي روغتيا رئیس عبدالقيوم پخلا وويل، د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکوونکو په واسطه، د مور او کوچني په مړينه کي کموالی راغلی دئ.

پخلا وايي، دا مهال په کندهار کي د کي د ټولني د رضاکاره روغتيايي کارکونکو ۶۱۹ مرکزونه سته چي په هر مرکز کي دوه کسان نارينه او ښځينه شتون لري.

بل خوا د باران موسيسې استازی او د دغه کارکوونکو مسولين وايي، ۵۴ ورځو روزنه کي يې د روغتيا په برخه کي بشپړه روزنه اخستي ده.

دوی وايي، د مور او کوچني د مړني د کموالي لپاره ډېره هڅه کوي او د زرنج امبولانس په مرسته يې تر روغتيايي مرکزونو رسوي.

دغه رضاکاره روغتيايي کار کوونکو ته د نسايي ولادي ناروغۍ تر څنګ، د سيل، توبرکلوز، زوکام او نورو تنفسي ناروغيو په اړه روزنه ورکړل سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...