په کندهار کي د ځوانانو چارو د امریت (اثر) او الفت لوبډلي ترمنځ د فوټسال پایلوبه ترسره سوه.
په دې ټورنمیټ کي ۲۵ لوبډلو ګډون کړی و.
لوبه د دواړو لوبډلو لخوا څخه په ښه توکه را پیل سوه. د لوبي لومړی ګول د ځوانانو چارو د امریت لوبډلي ولګوي.
له دې څخه مخکي چي اوله نیمايي پای ته ورسیږي، د ځوانانو چارو د امریت لوبډلي دوهم ګول او د الفت لوبډلي خپل اول ګول ولګوی چي په دې سره اوله نیمايي ۲-۱ د ځوانانو چارو د امریت لوبډلي په ګټه پای ته ورسیده.
د لوبي په دوهمه نیمايي کي دواړو لوبډلو د نورو ګولونو د لګولو لپاره هڅي وکړې چي د دغه هڅو په پایله کي د ځوانانو چارو د امریت لوبډلي ۵-۲ دغه لوبه خپل په ګټه پای ته ورسول.
دغه لوبه په داسي حال کي ترسره کيږي چي دا مهال په کندهار کي په زیات شمېر ځوانان د فوټسال په لوبو په بیلا بیلو جمنازیمونو کي اخته دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون