امریکا غواړي په افغانستان کي جګړه پای ته ورسوي

یوې امریکايې ورځپاڼي لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي، خو ددې موخې لپاره تر ټولو لومړنۍ حللاره د سولي خبرې دي.

د نشریې په خبره ګڼو امریکايي نظامي چارواکو هم په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې باید ستونزه د خبرو له لارې حل سي.

د سرچینې په وینا امریکا هم په دې پوهېدلې، چي د زور له لارې په افغانستان کي روانه جګړه په اوولسو کلونو کي حل نه سوه، نو اوس هم د حل وړ نه ده.

نشریې د امریکايي نظامي او سیاسي چارواکو له خولي لیکلي، چي امریکا غواړي په افغانستان کي خپله روانه جګړه په ډېره کمه موده کي پای ته ورسوي، نو له همدې امله یې پر نظامي او سیاسي حل دومره ټینګار کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...