د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلا کار حفیظ احمد میاخېل وايي، په وروستیو دریو میاشتو کي تر ۱۴۰ زره زیات افغانان له ایران او پاکستانه راستانه سوي دي.
نوموړی وايي،
“د روان مېلادي کال له پیل راهیسي، یو لک او اته څلوېښت زره اواتلس سوه پنځلس تنه کډوال له ایران او پاکستانه خپلو سیمو ته ستانه سوي دي، په دې کسانو کي، ۷۰۰۰ له پاکستانه او پاته نور له ایرانه راغلي دي.”
د یادوني وړ ده چي د پاکستان حکومت یو وار بیا په هغه هېواد کي د مېشتو افغان کډوالو د استوګني د کارتونو موده، د روان مېلادي کال د جون ترمیاشتي تمدید کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون