په کندهار ښار کي ماین چاودنه سوې

نن سهار ۷ بجې د کندهار ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام په سیمه کي د ملي پوځ پر سرتیرو د ماین چاودنه سوې.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني هیواد تلویزیون ته وويل، چي په پېښه کي ۲ تنه د ملي پوځ سرتیري ټپیان سوي.

نوموړی زیاته وي، چي چاودنه د توپ د هغي ګولی د چاودني له کبله رامنځ ته سوې چي له مخکي په سیمه کي ځای پر ځای سوې وه.

په پېښه کي ملکي خلګو ته زیان ندی رسیدلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...