ازبکستان د افغانستان په شمال کي د ناامنیو د زیات والي له امله اندېښنه لري

د ازبکستان حکومتي چارواکي وايي، چي د افغانستان په شمال کي ګڼي ترهګري ډلې فعالي سوی دي.

په دغه سیمه کې د افراطي ډلو فعالیت، دداعش حضور، د ترکمنستان د اسلامي جنبش فعالیتونه او دې ته ورته تحرکات د ازبکستان لپاره خطرناک دي.

په ځینو سیمو کې پر پولو کنټرول کم دی او خلاصې پولي هغه څه دي چې په ازبکستان کې خطرونه ډېرولی سي.

دا لومړی ځل نه دی، چي د منځني اسیا هېوادونه او روسیه په افغانستان کي دداعش او نورو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه ښيي. بلکې تر دې وړاندي یې هم په شمالي ولایتونو کي د وسله والو ډلو فعالیت د ځان لپاره خطر بللی دی..

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...