د کندهار په میوند ولسوالۍ کي ۴۰ د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کي د ۰۳ قطعې په عملیاتو کي ۳۰ وسله وال وژل سوي او لس نور ټپیان دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، دغه عملیات تېره شپه سوي او پرمهال یې د وسله والو لس مرکزونه په نښه سوي.

دده په وینا د عملیاتو پرمهال د وسله والو یو روغتیایي مرکز، ۲۶ موټرسایکلان، اته موټران، یوه د ټلیفون دستګاه او کمپیوټرونه نیول سوي.

په عملیاتو کي دوه سرتېري هم ټپیان سوي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...