د امریکا د کانګرس یو پلاوي کابل ته سفر کړی

د ارګ له خوا په خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو اړیکو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو د لټولو او هم د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه خبرې سوي دي.

جمهور رئیس غني دغه پلاوي ته ویلي، له ولسواک نظام پرته بل نظام په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او خلک هم د دغه نظام غوښتونکي او ملاتړي دي.

جمهور رئیس غني، په شفافه توګه راتلونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو او ورپسې د جمهوري ریاست ټاکنو  ته د خپل حکومت په ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

کابل ته د امریکا د کانګرس د یوولس کسیز پلاوي د سفر د هدف په اړه د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن خبریالانو ته وویل، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې اړوند مسلې د دغه پلاوي په اجندا کې شاملې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...