د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوه چارواکي پاکستان ته تللي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چي د دې وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د څانګې مشره الېس ولز  «Alice Wells» به چي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلې ده، د دې هېواد له یو شمېر جګپوړو چارواکو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او د خصوصي سکټور له یو شمېر غړو سره وویني.

له پاکستاني چارواکو سره د ولز خبري به دغه ‌راز د اقتصادي او سوداګرۍ پر اړیکو چې ګټه ‌یې دواړو هېوادونو ته رسېږي هم متمرکزې وي.

وروسته له هغه چي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر اسلام‌اباد انتقاد وکړ چي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کافي اقدامات نه‌ دي کړي، د بهرنیو چارو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کي له پاکستان سره په امنیتي برخه کي د لږ تر لږه ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...