د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وویل، تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکي د چپې درې ولسوالۍ په بدګاه سیمه کي برید کړی چي پکښي ۶ داعش یا د اسلامي دولت نومي ډلي جنګیالي وژل سوي.
د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کي تېره ورځ بې پیلوټه الوتکي په برید کي د داعش ۶ وسله وال وژل سوي دي.
دهقان وایي په وژل سویو کي د داعش دوه قوماندانان هم شامل دي.
تر اوسه داعش ډلي په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون