ددې نندارتون د پرانیستني په مراسمو کي د هرات والي، پانګوالو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
په دغه نندارتون کي تر ډېره کورني تولیدات په تېره بیا خپله د هرات غذایي محصولات او له بهر څخه وارد سوي نور اړین توکي په اویا غرفو کې نندارې ته اېښودل سوي دي.
د هرات د ځوانو سوداګرو د اتحادیې مشر زبیر رحیمي وایي، له دې نندارتون څخه یې موخه د کورنیو محصولاتو معرفي، ملاتړ او بازار موندنه ده.
د هرات والي محمد اصف رحیمي هم د دې اتحادیې ددغه ګام ستاینه وکړه او په راتلونکې کي یې د دې ډول نورو نندارتونونوو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
هرات د افغانستان په لوېدیځ کي پروت ترانزیټي ولایت دی، چي ځوانان یې له سوداګرۍ سره خورا مینه لري.
د یادولو وړ ده چي نن د دې نندارتون درېیمه ورځ ده او تر سبا پورې به پرانیستی وي.
تر اوسه پوري زرګونه کورنیو او بهرنیو وګړو له دې نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون