د کابل – جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښه سوې

نن سهار  د کابل- جلال اباد پر لویه لار د کاکڅ په سیمه کي دوه لوی باروړنکي موټر سره ټکر سوي، چي له کبله یې یو تن وژل سوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، وژل سوی کس د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.

د ځواک په خبره د پېښي ټپیان د کاکڅ په کلینیک کي تر لومړنۍ درمنلې وروسته د ننګرهار روغتون ته لېږدول سوي دي.

پر دغه لویه لار ډېری ترافیکي پېښې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته کېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...