په لومړي ځل د زابل ولایت څخه یوه ځوان د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلي غړیتوب تر لاسه کړ

‌نوید احمد زابلي د هیواد د تنکیو ځوانانو د ملي لوبډلي په ۱۸ کسیزه نوم لړ کي راغلی، چي د هندوستان په لور د خپل همزولو سره یو ځاي روان سو او هلته به د بنګله دیش هیواد پر وړاندي په سیالیو کي برخه واخلي.

په هیواد کي د کرکټ سره د ځوانانو لیوالتیا نوي ځوانان دي ته هڅولي چي له خپل ځان څخه وړتیا وښیي.

دا په داسی حال کي ده چي د افغانستان د کرکټ په ملي ټيم کي اوسمهال څو نوي ځوانان شامل سوي چي وړتیا يې د نړۍ فکر ځان ته را اړولي.

کرکیټ بورډ وايي، چي دغه لوبه ورځ تر بلي د رشد په حال کي ده او تمه ده چي افغانستان په راتلونکي کي ښې لاسه راوړني ولري.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...