راپور: محمد یار مجروح
د دغه محکمې رئیس د عدلي او قضايي ادارو په میاشتنۍ غونډه کي وویل، چي د ټولو ادارو تر منځ ښه همږغي د دي لامل سوې چي د بندیانو دوسیې پر وخت وڅېړل سي او پخوانۍ ستونزي له منځه تللي.
د کندهار د استاف محکمې مسولین وایي، د بندیانو هغه دوسیې چي مخکي د باګرام په محکمه کي څېړل کېدلې اوس دوی ته صلاحیت ورکړل سوی او دلته یې څيړي..
د کندهار د استناف محکمې رئیس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي وايي، مخکي چي کومي دوسیې ځنډېدلې هغه د باګرام په محکمه پوري مربوط وې خو اوس دوی ته صلاحیت ورکړل سوی او داسي هیڅ ستونزه نسته چي د بندیانو دوسیې دي وځنډول سي.
دی وایي، د عدلي او قضايي ادارو تر منځ هره میاشت غونډه کیږي تر څو په دي اړه ټولي ستونزي حل کړي.
د استناف محکمې د رئیس په خبره، د یادو ادارو سره د ښه همږغۍ په پایله کي ستونزي له منځه وړل سوي او دوی هڅه کوي چي لا هم ټولي ستونزي حل سي تر څو له محاکمو څخه خلک شکایت ونه لري.
دا په داسي حال کی ده چي د کندهار محبس بندیانو مخکي کله ناکله شکایتونه کول چي دوسیې یې پر وخت نه څېړل کیږي، خو ویل کیږي چي اوس به یې هغه ستونزي ټولي حل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون