په هلمند او روزګان کي د هوايي بریدونو په پایله کي۲۲ طالبان وژل سوي

د ملي دفاع وزارت پرون یکشنبې وویل، چي د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کي د هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل سوي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په دغه هوایي بریدونو کي لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال ټپیان سوي هم دي او د هغوي درې موټرونه، دوه عرادې موټرسایکلونه او یو شمېر وسلي هم لمنځه تللي دي.

په همدي حال کي د ملي دفاع وزات وایي، د ورته هوایي بریدونو په ترڅ کي لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال د ګرمسیر، ګرشک، او ناد علي ولسوالیو په مربوطاتو کې وژل سوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، په دغو هوایي بریدونو کي ۶ تنه وسله وال ټپيان هم سوي او د هغوي ۲ قرارګاوي او ۲ موټرونه هم لمنځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...