د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو لخوا د څلورو عامو وګړو د وژلو په غبرګون کي سلګونو کسانو لاریون تر سره کړ

سردار زیارمل

لاریون کوونکو ویل، چي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل سوي کسان اول نیول سوي او بیا په عام محضر کي په چاکوګانو او ډزو وژل سوي دي او کور او موټرو ته یې اور وراچول سوی، د دوی په وینا چي د دي کورنۍ څلور غړي هم امنیتي کسانو له ځانه سره بېولي دي.

تیره ورځ یک شنبه  شاوخوا څلور بجې د امنیتي ځواکونو له خوا د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زیړي کلي کي د عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ څلور غړي ، چي دوه یې نارینه ، یوه ښځه او یوه ماشومه پکښي وژل سوي، له پېښې وروسته د سیمي سلګونه اوسېدونکو تر مازدیګره د لوی لاریون په ترڅ کي د خوست او کابل ترمنځ لویه لاره وتړله.

لاریون کوونکو چي کوتک او تېږي يې ورولي او په سړک کي یې ټایرونو ته اور ورته کړی و، د پولیسو یو چیک فاینټ یي هم  ونړاوه او اور یې ورته کړ.

لاریون کوونکو ویل، تر هغي به د خوست او کابل تر منځ لویه لار تړلې وي، څو چې یې د وژل سویو کسانو عاملینو ته سزا نه وي اورولي او په سیمه کي یې د ولایتي قواوو لخوا عملیات نه وي درولي.

د دغه لوی لاریون په ترڅ کي یو کس لاریون کوونکی د پولیسو لخوا ټپي او یو پولیس د لاریون کوونکو لخوا ټپي سوی.

د خوست سرپرست قوماندان عبدالحنان ځدران هېواد راډیو تلویزون ته په تلیفوني اړیکه کې پېښه تایید کړل او وايي، چي د پېښي په اړه ولایتي ادارې پلاوی لېږلی او له څېړني وروسته به نیول سوي څلور کسان بېرته خوشي سي.

په خوست کې ولایتي قواوې چي د کمپاین په نوم هم یادېږي، وخت ناوخت په خپلو ځانګړو عملیاتو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

یاده دي وي چي څه موده  وړاندي هم د خوست علیشېرو او ترېزویو ولسوالۍ کي د ولایتي قوواوو لخوا د یوې کورنۍ اووه ۷ کسان وژل سوي وو.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...