راپور: سید حمید هاشمي
د افغانستان بانک چارواکي وايي، چي ددغه سیستم په مرسته به د بانکي درغلیو او تورو پیسو د راکړي ورکړي مخنیوی هم وسي.
دا سیسټم اوس د هیواد به سرحدي ګمرکونو کي هم ۹۶ سلنه فعاله سوی چي له دي لاري به د عوادیو ورکړي څخه د تیښتي مخه هم ونیول سي.
د افغانستان بانک د تادیاتو کارپوه مطیع الله ستانکزی وايي، چي د تادیاتو نوی بانکي او ګمرکي سیسټم به په ورځنيو چارو کي سرعت، اسانتیا او دقت رامنځته کوي.
د هغه په خبره مخکي به یو شمیر کسانو د ګمرکي عوایدو د ورکړي څخه تیښته کول خو ددي سیستم په مرسته به یاده ستونزه هم له منځه ولاړه سي.
بلخوا د په کندهار کي د افغانستان بانک سیمه ایز مشر محمد نعیم اکبري وايي، چي په کندهار کي هر کال دوی په زیاته اندازه زاړه بانک نوټونه سوځي خو تر دي وروسته به د نغدي پیسو پر ځای بانکي راکړه ورکړه زیاته سي او د پیسو د زړښت مخه به ونیول سي.
دغه راز هغه وايي د هغو صرافانو بانکي حسابونه به هم د دوی په کنټرول کي وي چي غیري قانوني او توري پیسي انتقالوي.
د یادولو وړ ده چي تر دي مخکي په صرافیو، بانکونو او ګمرکونو کي د زاړه او دودي سیستم شتون هغه ستونزه وه چي د خلکو په کاروبار کي به يې ځنډ رامنځته کوي او څو ساعتونو کي کار به څو ورځي وخت نیوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون