د روزګان دیني عالمان وایي، طالبان دي دسولي وروستی چانس د لاسه نه ورکوي

راپور: اجمل وصال

د روزګان دیني عالمان تیره ورځ یک شبنه د یوې غونډي پرمهال د دولت پر وسله والو مخالفینو یوځل بیا ږغ وکړ، چي د جګړې څخه لاس واخلي او دسولي له بهیر سره یوځای سي.

د روزګان والي هم د دیني عالمانو څخه وغوښتل چي دسولي پیغام دي تر وسله والو مخالفینو ورسوي.

د اروزګان ولایت مقام کي لسګونه دیني عالمان راټول سوي او دسولي د راتګ لپاره هلي ځلي کوي.

هغوی وایي، جګړه پردۍ ده او زیان یې افغانان ویني نوځکه باید د واقعي سولي د راتګ لپاره شپه او ورځ کار وسي.

دیني عالمان د وسله والو طالبانو غواړي چي د افغان دولت لخوا د سولي لپاره وروستی چانس د لاسه ورنه کړی.

د روزګان والي هم د دیني عالمانو څخه غواړي چي د سولي د راتګ لپاره هلي ځلي وکړي او داپیغام تر وسله والو طالبانو ورسوي.

محمد شفیق اسدالله سعید وایي، د اوسني نظام لپاره بل هیڅ بدیل نسته نو ښه لاره داده چي دجګړي ښکیلي خواوي نور د مخالفت څخه لاس واخلي.

د روزګان دیني عالمان په داسي حال کي د طالبانو څخه د جګړې پريښودلو او سولي ته د راتګ غوښتنه کوي چې ددغه ولایت تر ۹۰٪ سلنه زیاتي سیمي د تیرو څه کم دوکلونو راهیسي د وسله والو په واک کي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...