د ورک سوي فوټبالر (ایميلیانو سالا) طیاره په اوبو کي پيدا سوه

خبریال: اسدالله نوري
د ارجینټاینی (۲۸) کلن لوبغاړي (ایمیلیانو سالا) طیاره د خپلي کورنۍ له خوا (۱۴) ورځي وروسته په هغو اوبو کي پیدا سوې، چي د سالا او د هغه د پيلوټ (ایبوسټن) سره یو ځای له راداره وتلې وه.

سالا چي کله د فرانسوي کلب (نانټیس) څخه د (۱۵) میلیونه یورو په قیمت د انګرېزي کلب (کارډیپ) سره یو ځای سو، نو د جانوري پر (۲۱مه) د کلب له خوا شخصي جیټ طیاره او یو پیلوټ ورکول سو، تر څو کارډیپ ته ورسي، خو کله چي دوی پر لار وه، طیاره له راداره وتلې وه او تر اوسه یې د مرګ و ژوند حال نه وو، د سیمي د هوايي او بحري ځواکونو تر درو ورځو پرله پسې پلټونو وروسته بیا هم سالا او د هغه (۵۹) کلن پيلوټ (ایبوسټن) پیدا نه سول، نو ځکه پولیسو هم د دوی پلټنه ودرول.
دا چي د سالا کورنۍ پر دې پلټنو بسنه نه کول، نو د هغه له پاره یې د کومک اعلان وکی او تقریباُ (۳۲۴،۰۰۰) یورو د بېلابیلو خواوو څخه ورته را ټولي سوې او دوی خپلي شخصي پلټني شروع کړې، چي بالاخره ئې د فېبروري پر درېیمه د دوی طیاره پیدا کړه.
د یادوني وړ ده، چي د سالا کورنۍ رسنیو ته نور معلومات نه دي ورکړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...