په کندهار کي د ښوونځیو تر منځ د کرکټ د سیالیو له پاره سروې پيل سوه

اسدالله نوري
افغانستان کرکټ بورډ په لومړي ځل د ښوونځیو تر مینځ د کرکټ سیالۍ پیلوي، چي اول پړاو يې د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کي د سروې کول او ور پسي په عملي ډول د سیالیو پيلول دي.
په کندهار کي د دې سروې ګانو له پاره د افغانستان د کرکټ بورډ څخه راغلي پلاوي او د بست زون د کرکټ عمومي مدیر (مسعود رحماني) د پوهني ریاست له تدریسي مرستیال (محمد طاهر ایوبي) سره ولیدل او د ښوونځیو د کرکټ په هکله يې بشپړ جزیات ور سره شریک کړل، ښاغلي ایوبي د کرکټ بورډ پلاوي ته د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکی.
د یادوني وړ ده، چي تر لیدني وروسته سروې په رسمي ډول له احمدشاه بابا لېسې څخه پیل سوه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...