پاریس سېنټ جرمن په دې فصل کي تر (۲۱) لوبو وروسته یوه لوبه بایلل

خبریال: اسدالله نوري
پاریس سېنټ جرمن او یوونتوس هغه دوه کلبونه دي، چي په دې فصل کي یې تر اوسه په خپل لیګ کي لوبه نه وه بایللې، خو پاریس سېنټ جرمن په خپل فرانسوي (لیګ ون) کي د لیګ (۲۱مه) لوبه پر لیون د هغو په (ګروپاما) سټوډیوم کي ۲ پر ۱ لوبه بایلل او هغه ریکارډ یې جوړ نه کی، چي ټوله فصل بېله ماتي ولاړ سي.
د دې لوبي په (۷مه) دقیقه کي د پي ایس جي (انخیل ډیماریا) یو ښه ګول لیون ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، خو تر ده وروسته په (۳۳مه) دقیقه کي د لیون (موسی ډیمبېلې) په هیډ یو ښه ګول پي ایس جي ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر ۱ مساوي کړه.
اوله نیمایي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي په څلورمه دقیقه کي پر پي ایس جي فینالټي را ووتل او د لیون (نبیل فیکیر) هم ښه ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر ۱ کړه، چي په داغه نتیجه هم خلاصه سوه. د پي ایس جي تر دې ماتي وروسته اوس یوازي یوونتوس په خپل لیګ (سیریا آ) کي بې ماتي روان دئ.
د یادوني وړ ده، چي په پرېمييرلیګ کي هم مانچیسټرسیټي د آرسینال څخه ۳ پر ۱ او مانچیسټر یونایټیډ د لېسیسټرسیټي څخه ۱ پر صفر لوبي وګټلې او ریال ماډریډ په لالیګا کي د ډیپورټیوو آلاویز څخه ۳ پر صفر لوبه وګټل.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...