د هندي رسنیو رپوټونو کي راغلي ښاغلي شاه پر فیسبوکپاڼه پر ویراټ کوهلي سختي نیوکي کړي:
”ویراټ کوهلي نه یوازي دا چي نړۍ کي تر ټولو ښه توپوهونکی لوبغاړی دی، بلکي تر ټولو بې ادبه لوبغاړی هم دی. ”
ښاغلی شاه زیاتوي:
”کرېکټ کې د هغه وړتیا د هغه د تکبر او ناسم چلند تر سیوري لاندي راځي او زه داسي هېڅ کومه اراده نه لرمه چي هیواد پرېږدم. ”
ممثل نصیرالدین شاه د ویراټ کوهلي هغو څرګندونو ته فیسبوک پوسټ کي غبرګون څرګند کړی، چي ویلي یې و، هغه مینه وال باید هند پرېږدي چي بهرني لوبغاړي خوښوي.
ښاغلي کوهلي د یوه مینه وال پر څرګندونو غبرګون ته دغه څرګندوني کړي وې.
د نصیر الدین شاه فېسبوک پیغام ته د خواله رسنیو هندي کاروونکو پام ځانته اړولی، ځینو پرې اعتراضونه کړي او یو شمېر نورو یې بیا تایید څرګند کړی دی.
ځینو خپله پر ښاغلي شاه له دې کبله اعتراض کړی چي ولې یې د هیواد لوبډلمشر ته بې ادبه ویلي او یو شمېر کسانو بیا ویلي، اسټرالیا ته د ماتي ورکولو لپاره همداسي رویې ته اړتیا ده.
ځینې نورو بیا په دغه بحث کي پر ښاغلي کوهلي هم اعتراضونه کړي دي او په وینا یې ویراټ کوهلي څو ځله له خپل حده وتلی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون