د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خیریه بنسټ تړل کیږي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناندریز خیریه بنسټ د هغو تورونو له امله تړل کیږي چي نوموړي او نورو يې بسپنه یا چنده په ناقانونه ډول کارولي ده.
دغه اقدام د نیویارک ایالت لويي څارنوالي ترسره کړی دی او وايي، چي د دې ټولني د پاته پیسو ویشل به هم وڅاري.
لویي څارنوالي، ټرمپ او د هغه درې مشران اولادونه تورن کړل چي دغه اداره یې د شخصي او سياسي ګټو لپاره کارولي ده.
د نیویارک لویې څارنوالي د روان کال جولای کي د ټرمپ خیریه ټولنه په پرلپسي ناقانونه چارو تورنه او د هغي د ړنګولو غوښتنه یې وکړه.
هغه په دې برخه کي د ټرمپ له کورنۍ ۱،۸ میلیونه ډالر جرمانه هم غواړي.
د نیویارک لویه څارنوالي دا هم غواړي چي د امریکا ولسمشر باید لس کاله نیویارک کي د خیریه بنسټونو مدیریت ونه کړي او یو کال لپاره یې کورنۍ هم له دا ډول مدیریت نه سي کولای.
د دغه بنسټ مدافع وکيل بيا پر څارنوالي تور لګولی چي غواړي دا قضيه سياسي کړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...