د پیسو نړیوال صندوق؛ پاکستان ته د پور ورکولو لپاره سخت شرطونه ایښي دي

د پيسو نړیوال صندوق ویلي تر هر څه وړاندي به پاکستان د تیرو پورونو په اړه حساب ورکوي او بیا به دغه بانک پرېکړه کوي چي دوی ته نوي پورونه ورکړي.

ددغه بانک بل شرط دا دی، چي پاکستان به له دې پیسو د چین پورونه نه خلاصوي او همدا راز به د خپلي کلدارې ارزښت را ټيټوي.

د پيسو نړیوال صندوق ویلي د پورته شرطونو تر پوره کیدو او ارزوني وروسته تیار دي چي پاکستان ته پور ورکړي.

پاکستان په دې وروستیو کي له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ سوی دی.

ددغه هېواد حکومت هڅي پيل کړي دي چي له ملګرو هیوادونو او نړیوالو ادارو پورونه واخلي خو دا چي پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لیست کي شامل دی، نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چي پور ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...