دده په خبره دمګړی د پاکستان حکومت له یوې ډلي ملاتړ کوي خو که غواړي چي په سیمه کي پرمختګ او امنیت راسي نو د یوې ډلي پر ځای دي د ټولو افغانانو ملاتړ وکړي.
دده په خبره په افغانستان کي روانه جګړه یوازې د سولي د خبرو له لاري حل کیدلای سي او ښکیلي خواوې دي د سولي خبرو ته سره کښیني.
هغه د پاکستان پر حکومت هم ږغ کړی چي په دې برخه کي دې خپله همکاري وکړي، ځکه د افغانستان ثبات د ټولي سیمي د ثبات په مانا دی.
سراج الحق داسي مهال دغه څرګندوني کړي چي تر دې وړاندې یې په خپلو څرګندونو کي د طالبانو ملاتړ کړی و او افغان جګړه یې دلته روا ګڼله.
د پاکستاني ملایانو یوه ډله تر ډیره د طالبانو معنوي ملاتړې بلل کېږي او تل له رسنیو سره د افغان حکومت ضد او طالبانو په ملاتړ څرګندونې کوي. پر دوی بیا دا تور هم دی چې د پاکستان د استخبارادي ادارې په اشاره دغه ډول څرګندوني کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون