په ملګرو ملتونو کي د چین دایمي استازي ویلي، ملګري ملتونو او امنیت شورا دې طالبان وهڅوي چي له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کي روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسیږي.
چینایي ديپلومات ویلي چي په روان کال کي په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسیدلې ده، نو ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته په کار ده، چي په دغه هیواد کي د رواني خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کي همکاري ډیره کړي.
چین همدا راز پر ملګرو ملتونو ږغ کړی دی چي له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ډیر کړي او د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کي خپلي مرستي پراخي کړي.
چین ویلي په سیمه کي د ثبات راوستلو او جګړو ختمولو یوازینۍ لار د سولي خبري دي چي نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون