د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ۵ ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په عملیاتو کي وژل سوی دی

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رسنیو ته ویلي، بلال ځدراڼ د کوماندو د ځانګړي قطعې په عملیاتو کي وژل سوی دی.

د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کي سوي دي.

 

ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چي د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا اکرام الدین هم په‌دې ولسوالۍ کي ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کي د ۳۵ نورو وسله‌والو سره وژل سوی دی. دا عملیات هم وړمه شپه سوي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ویاند د دې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...