سهیل احمد د نړۍ په کچه د سوکوهني ۱۴ رسمي نړیوالي لوبې کړي چي په دې کي یې یوازې یوه لوبه بايللي او ټولي لوبي یې ګټلي دي.
دغه ځوان افغان اتل د فبرورۍ د مياشتي په دویمه ڼیټه په انګلستان کي بله نړيواله لوبه لري.
نوموړي د هیوادوالو د تشويق لپاره نن غرمه په يوه بجه کابل ته راځي او غواړي چي څو ورځي دلته په کابل کي تمرينات ترسره کړي.
سهیل احمد وايي، چي له افغانستان سره خورا زیاته مینه لري او تل یې هڅه کړې چي د خپلو لوبو په مټ د افغانستان نوم لوړ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون