د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چي چین د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره موثر رول ولوبوي.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محب پرون او وړمه ورځ په بیجینګ کي و.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپله ټوېټرپاڼه له چینايي سیال سره لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چي د سیمې د سیاسي خوځښتونو په بدلون او د سولي د ګواښونو او فرصتونو په اړه وږغېدی.
د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي محب سره په لیدنه کي د چین د ملي امنیت سلاکار ګوا شینګکن ویلي چي چين به د تل پاتي سولي او ثبات د تامین په هدف، له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون