هغه زیاته کړې دوی غواړي د افغان سولي په پروسه کي همکاري وکړي خو هیڅ وخت خپله پرېکړه پر افغان حکومت نه تحمیل کوي.
دده په وینا لا هم په افغانستان او سیمه کي ځيني کړۍ سته چي د افغان سولي په پروسه کي خنډونه جوړوي خو په ښکاره یې د کوم چا نوم نه دی اخیستی.
هغه همدا راز ویلي چي د امریکا او پاکستان ترمنځ هم اوس اړیکي مخ په ښه کیدو دي او هیله یې ښودلي چي رامنځ ته سوي ستونزي له منځه یوسي.
پاکستان داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي په افغانستان کي د جګړو په اوږدولو او د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن دی.
د چارو د څارونکو په باور پاکستان د افغان سولي په اړه دوه مخی چلند کوي، ځکه هم د جګړي ملاتړی دی او هم د سولې شعارونه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون