اسدالله نوري
د سیریا آ په (۲۲مه) اوونۍ کي یوونتوس په خپل کورني سټوډیوم (آلیانز آرینا) سټوډیوم کي وه، چي ۳ پر ۳ ئې د مېلمه لوبډلي (پارما) سره مساوي کړه.
د لوبي د شروع په (۳۶مه) دقیقه کي (کریسټیانو رونالډو) یو ښه ګول پارما ته ورکی او لوبه یې ۱ پر صفر د یوونتوس په ګټه کړه.
اوله نیمایي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو په دوهمه نیمايي کي د یوونتوس (روګاني) د رونالډو ورکړل سوی پاس ښه ګول کي او لوبه یې ۲ پر صفر کړه.
تر ده دوې دقیقې وروسته د پارما (انټونیو بریلا) یو ښه ګول یوونتوس ته ورکی او لوبه یې ۲ پر ۱ کړه.
نژدې دوې دقیقې وروسته یعني په (۶۶مه) دقیقه کي یو وار بیا (کریسټیانو رونالډو) د یوونتوس له پاره په هیډ یا سر ګول ولګوی او لوبه ئې ۳ پر ۱ کړه، داسي فکر کېدئ چي لوبه به د یوونتوس په ګټه خلاصه سي، خو د پارما (جروینیو) په (۷۴یمه) او (۹۳یمه) دقیقه کي دوه جالب ګولونه یوونتوس ته ورکړل او لوبه ئې ۳ پر ۳ مساوي کړه.
د یادوني وړ ده، چي د هسپانيې په لالیګا کي والینسیا هم د بارسلونا سره د هغو په کور کي لوبه ۲ پر ۲ مساوي کړه او مېسي هم د رونالډو په شان د خپل کلب بارسلونا له پاره دوه ګوله ولګول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون