کندهاري خبریالان وايي، معلوماتو ته نه لاس رسی په یوه جدي ستونزه اوښتې ده

راپور: محمد یار مجروح

خبریالان په دې ورستیو کي د امنیتي ادارو تر څنګ یو شمېر نوري دولتي ادارې هم پر وخت د معلوماتو په نه  ورکولو تورنوي.

بلخوا په کندهار کي یو شمېر خبریالان له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي چي حکومت يې د ساتني په برخه کي جدي اقدام نه دی کړی.

د دولتي مسؤلینو سره د خبریالانو د مسؤنیت میاشتنۍ غونډه.

خبریالان وايي، معلوماتو ته د نه لاس رسي ستونزه تر پخوا جدي سوې او ډیری دولتي ادارې خبریالانو ته په وخت او دقیق معلومات نه ورکوي.

په کندهار کي هره میاشت خبریالان د دولتي مسؤلینو سره د خبریالانو د خوندیتوب او د کار د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره غونډي کوي خو د خبریالانو پر وړاندي ستونزي لا هم پر ځای پاته دي.

د خبریالانو یو شمېر بنسټونه وايي، حکومت دي د معلوماتو د نه لاس رسي په برخه کي جدي ګام واخلي او  د خبریالانو د ستونزو د ژر حل لپاره دي دقیق ادرس معلوم سي.

که څه هم کندهار د هیواد په کچه مهمه سیمه بلل کیږي ، موضوعات او خبرونه پکښي ډیری خو ددغه ولایت یو شمېر خبریالان له جدي امنیتي ستونزه سره مخ دي چي دولت پدې برخه کي خاص اقدام ندی کړی.

خبریالان دا هم وايي چي پدې ورستیو کي د امنیتي ادارو تر څنګ یو شمېر نوري دولتي ادارې هم پر وخت له خبریالانو سره معلومات نه شریکوي.

بلخوا د کندهار  ولایتي ادارې یو ځل بیا خبریالانو ته ژمنه ورکړه چي د معلوماتو د نه لاس رسي به برخه کي به يې ستونزي حلوي، او د  امنیتي پيښو پر مهال به یې ساتنه کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...