د کندهار د ولايتي شورا مسٔولین وايي، اريانا افغان هوايي شرکت بايد د خپلو ټکيټونو نرخونه ټيټ کړي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار د ولایتي شورا رئیس وايي، د دغه شرکت رياست ته د ټکټونو د ارزانه کولو لپاره مکتوب رسېدلی خو دوی لا تر اوسه ټکيټونه نه دي ارزانه کړي.

د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، د اريانا افغان هوايي شرکت له کندهار ولايت سره توپیريز چلند کوي.

دی وايي، په نورو ولایتونو کي ډهلی ته د سفر ټکټ ډېر ارزانه دئ، خو په کندهار کي دوه چنده دئ، چي ياد شرکت بايد د خپلو ټکيټونو نرخونه ټيټ کړي.

خاکريزوال وايي، د دغه شرکت رياست ته مکتوب رسېدلی، خو دوی لا تر اوسه ټکيټونه نه دي ارزانه کړي.

دغه راز خاکريزوال وايي، د کندهار د غورک ولسوالۍ خلک دوی ته عارض سوي، چي ګواکي د دوی باغونه د پوليسو لخوا کښل کيږی او سوزول کيږي.

د ده په خبره، چی د غورک د ولسوالۍ د خلکو ستونزه له ولایت مقام سره شريکوي، او يادي ستونزي په اړه به پلټنه کیږي.

خاکريزوال بل خوا د نانوايانو د نرخ په اړه هم خبري وکړې، چي په دې برخه کي خاصه پاملرنه نه کیږي یا د ډوډۍ نرخ لوړ وي او یا یې هم وزن کم وي چي باید ښاروالي ورته پاملرنه زیاته کړي.

د ولايتي شورا رئيس وايي، دوی کندهار ښار والۍ ته خبر ورکړی، چي د نانوايانو وکيل له دندی ليري کړي، او دوی ته معلوم نرخ وټاکي.

ولایتي شورا ته دغه راز لسګونه نورو کسانو د بېلابېلو ستونزو په اړه عریضې کړي وې چي د ولایتي شورا له خوا د حل په موخه ورته وکیلان وټاکل سوه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...