پر کونړ یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو توغندۍ توغولي

راپور: میلاد حمیدي

په تازه پېښه کي د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کي درې تنه کوچیان ژوبل سوي او یو شمیر مالي زیانونه هم اړولي دي.

کونړ میشتي وایي، د دغه بریدونو دوام یې نور له زغم وتلی او هر څه ژر چي د هرې ممکنه لاري شوني وي حکومت د دې ړندو توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د کونړ یو شمېر هغه ولسوالۍ چي ډيورنډ کرښې سره نږدې پرتي دي، پاکستاني ځواکونو پرې له تیري یو اونۍ راهیسي یو ځل بیا توغندیز بریدونه پيل کړي دي چي د مسٔوولینو په وینا په وقفوي شکل تره سره کیږي.

تازه د سرکاڼو ولسوالۍ په ګولاپړۍ او نانګه سر سیمو د همدغه توغندیو د لږیدلو له کبله درې کوچینان ژوبل سوي او خلکو ته یې یو شمیر مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کونړ د والي ویاند ولایتي شورا او ځايي خلک پر کونړ توغندیز بریدونه د اندیښنې وړ بولي او له افغان حکومت او نړیوالي ټولنې غواړي، چي دې ستونزي ته د حل لاري چاري وګوري.

دوي وویل، نور یې پر سیمو راکټيز بریدونه له زغم وتلي دي.

په تیر کي د پاکستاني پوځيانو د توغندیو له کبله یو شمېر خلک د سر خوندیتوب په موخه له خپلو سیمو امن ځایونو ته کډه سوي دي چي شمیر سلګونو تنو ته رسيږي.

خو چارواکي وايي، تازه معلومات نه لري چي نور خلک به هم د خپلو مېنو په پرېښودو مجبور سوي وي او کنه.

د کونړ د والي ویاند کلونه وسول، چي پر کونړ پاکستاني ځواکونه توغندۍ وراورړي چي د مالي زیانونو سربیره یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده خو لا هم حکومت د دغه بریدونو په بندیدو نه دی بریالی سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...