د انګلستان په پريمييرلیګ کي چیلسي د هوډرز فیلډ څخه جالبه لوبه وګټل

اسد الله نوري
د انګلستان په پريمييرلیګ کي چېلسي د هوډرزفیلډ څخه جالبه لوبه وګټل
د انګلستان د پرېمييرلیګ یا (EPL) په (۲۵مه) اوونۍ  کي  چېلسي په خپل کورني سټوډیوم (سټامپرډ برېج) کي د هوډرزفیلډ څخه ۵ پر صفر لوبه وګټل.
د لوبي د شروع په (۱۶مه) دقیقه کي د چېلسي سره نوي یو ځای سوي لوبغاړي (ګونزالو هیګوايين) یو ښه ګول ولګوی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
لوبه د اولي نیمایي تر آخیرو دقیقو په داغه نتیجه روانه وه، خو په (۴۵مه) دقیقه کي پر هوډرزفیلډ یوه فینالټي را ووتل، چي بیلجیمي لوبغاړي (اېډييَن هازارډ) هم ښه ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
کله چي دوهمه نیمایي شروع سوه، نو په (۶۶مه) دقیقه کي یو وار بیا (اېډيين هازارډ) یو ښه ګول ولګوی او لوبه ئې ۳ پر صفر کړه.
تر ده (۳) دقیقې وروسته (ګونزالو هیګوايين) هم په لوبه کي خپل دوهم ګول ولګوی او لوبه ئې ۴ پر صفر کړه.
لوبه په داغه نتیجه روانه وه، چي په (۸۶) یمه دقیقه کي (ډېويډ لوویز) هم په هیډ یو  ښه ګول هوډرزفیلډ ته ورکی او لوبه ئې ۵ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه هم د چېلسي په ګټه خلاصه سوه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...