د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کي بریزبین هیټ د اډیلایډ سټرایکرز څخه لوبه وګټل

اسدالله نوري
د اسټرالیا په کرکټ لیګ (BBL) کي (۵۰مه) لوبه د بریزبین هیټ او راشد خان د لوبډلي اډیلایډ سټرایکز تر مینځ وه، چي د ۶ ویکیټو په توپير بریزبین لوبډلي وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ د اډیلایډ لوبغاړو وکی او په شل آوره کې د (۸) ویکیټو په بایللو سره بریزبین ته (۱۷۷) هدف ورکی.
د اډیلایډ په لوبغاړو کي زیاتي منډي (۳۰) (جانَتَن وېلز) وکړلې او راشد خان په (۶) باله (۱۹) منډي وکړلې.
کله چي د بریزبین لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې په (۱۹) آوره کي د (۴) ویکیټو په بایللو سره ور پوره کی او لوبه ئې د (۶) ویکیټو په توپير وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (برېنډن میکلم ـ ۵۱) او د راشد خان له خوا اوټ سو، خو (ماټ ریشناو ـ ۹۰) منډي وکړلې او د لوبي تر پایه هم اوټ نه سو، چي پر دې اساس د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو.
د یادوني وړ ده چي بریزبین هیټ په (BBL) کي تر (۱۳) لوبو وروسته په پینځم مقام کي (۱۱) نمرې او اډیلایډ سټرایکرز په اووم مقام کي (۱۰) نمرې لري.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...