دا لومړی ځل دی چې یو پاپ عرب ټاپو وزمي ته ځي. ابوظبۍ هوايي ډګر ته د ده هرکلي ته ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان ورغلی و. پاپ د سې شنبې په ورځ د کاتولیک کلیسا کي د دعا مراسم لري او تمه ده چي تر یو لک شل زرو ډېر کسان پکښې ګډون وکړي. ابوظبۍ ته په سفر کي د نړۍ د کاتولیکانو مشر د قاهرې د ازهر جومات له امام شیخ احمد الطیب سره ویني چي د سني مسلمانانو یو مهم مشر بلل کېږي. پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیو پیغام کي اماراتو ته خپل سفر د سیمو ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی وباله او ویې ویل دا سفر به ډېر خلک خوشال کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون