افغان ولسمشر تیره ورځ د هوایي دهلیزونو له لاري له صادروونکو سره د خبرو پر مهال ویلي، چي هوايي دهلیزونه د ځان بسیایني لپاره تر ټولو مهم ګام دی او په همدې دوام به پر ځمکنیو دهلیزونو هم پراخ کار کیږي. ولسمشر غني په ارګ کي د ګاونډیو هیوادونو له سفیرانو، سوداګرو او ديپلوماتانو سره د خبرو پر مهال ویلي، افغان حکومت هڅه کوي چي د بهرنیانو پر مرستو اتکا راکمه کړي نو له همدې امله غواړي په بهر کې د افغان توکو لپاره بازارموندنه وکړي.
ولسمشر د ټولو هغو هېوادونو له همکارۍ مننه وکړه چي افغان سوداګر د هوايي دهلیزونو له لارې راکړه ورکړه ورسره کوي.
دمګړی افغانستان له چین، هند، ترکیې، سعودي عربستان او اروپا سره د هوايي دهلیزونو له لارې نښلول سوی دی. سره له دې چي د الوتکو له لاري صادرات او واردات تر ټولو ګرانبیه سوداګري ده، خو افغان حکومت دغه کار یوه لاس ته راوړنه بولي او په خبره یې افغان سوداګرو له دې درکه ۱۲۰ میلیونه ډالر ګټه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون