یاده پریکړه تیره ورځ په یوې غونډه کي د کرکیټ بورډ چارواکو ونیوله.
د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو پای لوبه به د بندامیر او آمو کرکیټ لوبډلو ترمنځ راتلونکي سه شنبه دمۍ پر اتمه په کندهار کرکیټ لوبغالي کي ترسره سي.
همدا راز په یاده غونډه کي د کورني لیګ شپږیزي د لوبو د پیل نیټه هم جوته سوه چي د روان کال د جون په ۳۰ نیټه دغه لوبي پیلیږي.
سربیره پر دې په دغه غونډه کي د ۱۹ کلنو A او ۲۳ کلنو د لوبډلو د وړتیاوو لوړولو لپاره هم یوه کومیټه جوړه سوه، چي د کرکټ بورډ بیلابیلي څانګي په کښي ښکیلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون