د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کي افغانستان سریلانکا هم شاته پریښوده.
د کرکټ بورډ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کي افغانستان په شل اوریزو نړیوالو لوبو کي اتم مقام ته پورته سو او د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په نمرو کي یې ۶ نمرې زیاتوالی راغلی.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کي د افغانستان او نهم مقام لرونکي ویست انډیز ترمنځ اوس یوازې ۶ نمرې توپیر دی، چي پخوا ۲۵ نمرې و.
د کرکټ بورډ په وینا، په نوې درجه بندۍ کي د افغانستان لاسته راوړني د دې ښکارندويي کوي چي د افغانستان کرکټ بورډ په هغه ستراتیژیک پلان کي بریالی روان دی چي د ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۹م کال لپاره جوړه سوی دی؛ د دغه پلان له موخو څخه یوه هم په شل اوریزو نړیوالو لوبو کي د اتم مقام اخستل او ساتل شامل دي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په وروستیو کي په نړیواله په کچه ښې لاسته راوړنې لرلې.
په افغانستان کي د کرکټ لوبي د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه ولسمشر محمد اشرف غني پرون د یو فرمان په صادرولو سره د افغانستان کرکټ بورډ یوه خپلواکه اداره اعلان کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون