راپور: سید حمید هاشمي
خبریالان وايي، تر هغه وروسته چي پر یو شمیر خبریالانو وسلوال بریدونه ترسره سوه، د خلکو ستونزي تر حکومته نه رسیږي.
دوی وايي، حکومت او وسلوال مخالفین دي د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.
وروسته تر هغه چي په کندهار، کابل او خوست ولایت کي پر خبریالانو تروریستي بریدونه وسوه ډیری خبریالانو د حکومت او وسلوالو مخالفینو خبرونه تحریم کړي دي.
په کندهار کي د نی ادارې مشر سمیع غیرتمل وايي، چي وروستیو پیښو خبریالان په فکري او کاري برخه تر خپل منفي اغیز لاندي کړي او د خلکو هغه ستونزي چي مخکي به خبریالانو تر حکومته رسولي اوس پر خپل ځای پاته دي.
خو د کندهار پریس کلب مشر جاوید احمد تنویر وايي، چي وسلوال او تروریستي بریدونه به د دوی مورال نور هم قوي کړي او دوی به له خپل کار څخه پر شا نه کړي.
بلخوا د کندهار اوسیدونکي هم پر خبریلانو بریدونه پر خلکو د برید په معنا ګڼي او له حکومته غواړي چي د خبریالانو ژوند او امنیت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي په تیرو اولسو کلنو کي وروستي درې کلونه د خبریالانو په وړاندي تر ټولو خونړۍ او له ستونزو ډک کلونه بلل سوي چي پر مهال زیات شمیر خبریالان وژل سوي او ټپیان سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون