د نایجریا شمال ختیځ موبي‌ ښار کي پر یوه جومات ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۷ کسان وژلي

رویټرز خبري اژانس د موبي د ملکي روغتون د مشر ډاکټر ازرا ساکاوا له خولي ویلي، په بریدونو کي ۲۷ کسان وژل سوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر عبداللهي پریمان ویلي، لومړی برید ماپيښین پر یوه بجه جومات کي وسو او دویم برید له جوماته د لمونځ کوونکو د وتلو په وخت کي بهر وسو.

یوه عیني شاهد ویلي، لومړي بریدګر پرځان پوري چاودېدونکي توکي تړلي وه چي د جماعت له درېدو وړاندې یې وچوول.

دی وايي، خلک بازار ته په تېښته سول چي دویم بریدګر هم ځان وچووه.

موبي وړاندي هم د بوکو حرام اورپکي ډلي د بریدونو شاهد دی.

په تېره نومبر میاشت کي د همدې ښار یوه جومات کې چاودنې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...