راپور: نورګل اندړوال
دبغلان خبریالان وايي، چي په کابل کي پرخبریالانو سوس ترهګریز برید ستراو نه جبرانیدونکی جنایت دی او دجګړې له ښکیلو اړخونو غواړي چي خبریالان دي دخپلو سیاسي اوجګړیزو فعالیتونو قرباني نه ګرځوي.
په بغلان کي خبریالان وايي، چي په رسنیزو کارکوونکو بریدونه دافغانستان په ګوټ ګوټ کي مخ په زیاتیدو دي او افغان حکومت دخبریالانو دامنیت لپاره هیڅ ډول پاملرنه نه لري.
خبریالان وايي، چي دغه پيښي که څه هم د کار پروړاندي یې ستونزې نه سي جوړولای خوزیاتوي، چي دا ډول وضعیت دوام ورځ تربلي ډیر رسنیزکارکوونکي دې ته اړ کړي څو په رسنیو کي کارپرېږدي او دژورنالیزم سره مخه ښه وکړي.
خبریالان وروستۍ مرګوني برید ته اشارې سره وايي، چي ددوی پروړاندي هرځای کي ورځ تربلې بریدونه زیاتیږي او آفغان امنیتي ځواکونه په خورا بې غورۍ سره عمل کوي چي همدا چاره ددې لامل ګرځيدلي څو ترهګرې ډلي مسلک ته ژمن خبریالان او رسنیز کارکوونکي په اسانۍ سره هدف وګرځوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون