د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریٔس عاطف مشعل او د افغانستان غوره لیګ ای پي ایل تنظیموونکې هندي ټي سي ام کمپنۍ مشر شرما
تر منځ د افغانستان غوره لیګ اې پي ایل تړون لاسلیک سو او دواړو ادارو د چارواکو له لوري د یوې ګډې خبرې ناستې په ترڅ کي د افغانستان غوره لیګ په اړه بشپړ معلومات وړاندې سول.
د کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل وویل، موږ اوس په ډیر مهم پړاو کي یو او د یو منظم کاري پلان سره مخ ته ځو او د تنظیموونکې ټي سي ایم کمپنۍ
څخه یې مننه وکړه چې په دې برخه کې یې د افغانستان کرکټ بورډ سره یو ځای کار کوي.
افغانستان غوره لیګ اې پي ایل به د نړۍ د دریو غوره لیګونو قطار کي ځای خپل کړي دغه لیګ د افغانستان ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چی پوره ګټه ترې واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون